د «saphirnews»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس د رپورټ له مخې: په داسې حال كښې چې انتخاباتی جنجالونو په فرانسه كښې د غيرعقلانی څرګندونو لپاره لاره خلاصه كړې ده، د دغه هيواد وزيراعظم په «Europe 1» نومی ټی وی چينل كښې په يولړ ويناو كښې د دغه هيواد له مسلمانانو او يهوديانو نه وغوښتل چې د هغو پخوانيو آدابو او رسومو په هكله د په خپل نظر او فكر كښې غور وكړی كوم چې د ماډرن دور، نويو علمونو او په روغتيا پورې د اړوندو مسائلو سره مغايرت لری.
ده زياته كړه: دينی مشران په كار دی پوه شی چې حلاله ذبح، يو پخوانی دود دی چې د ننۍ بشری ټولنې سره سمې نه خوری او مسلمانان او يهوديان په كار دی په دې اړه سوچ او فكر وكړی. 966335