د «sociorel»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې دغه كانفرنس د استنبول د «ييلديز(Yildiz)» نومی پوهنتون په همت او په مينځنی ختیځ او د افريقې په شمال كښې د اسلامی ټولنيزو انديشو او تفكراتو د پراختيا د رودې د جاجولو په موخه ترسره كيدونكی دی.
د دغه نړيوال كانفرنس د بلن ليك په يوه برخه كښې راغلی دی: علامه طباطبايی، ابنخلدون، سعيد نورسی، رشيد رضا، محمد عابد الجابری، علی شريعتی، ابوريحان بيرونی او زياترو مسلمان دانشورانو په مينځنی ختیځ او د افريقې په شمال كښې د اسلامی تفكر په پراختيا كښې ستر رول لوبولی دی او په دې كانفرنس كښې اراده لرو چې دغه تاثيرات او اغيزې وڅیړو. 966705