د لبنان د المنار ټيليويژنی چينل د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د حزب الله د اسلامی مقاومت غورځنګ د يوې بيانیې په خپرولو سره، د (ايپك) په نامه د امريكائی او اسرائيلی روابطو د كمیټې په كليزه غونډه كښې د امريكې د جمهوررئيس باراك اوباما ويناو ته د ځواب وركولو په ترڅ كښې اعلان وكړ: د امريكې د حكومت تاريخ په دروغو، چل ول، دسيسې او د اسلامی امت په وړاندې د صهيونيسټی رژيم د دفاع په بنسټ جوړ شوی دی.
دغې بيانیې ټينګار وكړ: د امريكې جمهوررئيس د ايپك په نامه په صهيونيسټی لابۍ كښې په خپلو ويناو كښې له خپل حقيقی هويت څخه پرده پورته كړه او په هر وخت او هرځائې كښې ئې د صهيونيسټی رژيم په نسبت خپله وفاداری ثابته كړه.
حزب الله يادونه وكړه: له دې نه پس هيچا ته نه دی پكاې چې د اسرائيلو سره د اوباما په وفادارۍ كښې شك او ترديد وكړی، په تيره بيا دا چې اوباما په خپلو ويناو كښې د اسرائيلو د امنيت په مقدس والی باندې ټينګار وكړ. 966352