د «DAWN»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د رویټرز او ايپسس په نامه د فرانسوی مؤسسې د وروستۍ نظرسنجۍ نتائج د دې بيانونكې دی چې په دغه نظرسنجۍ كښې ٥٦ فيصده ګډون كونكی د اوباما د بخښنه غوښتنې سره موافق دی او ٢٣ فيصده د دغه كار سره مخالف دی.
كه څه هم په افغانستان كښې د ناټو په يوه اډه كښې د قرآن كريم د سپكاوی له امله د ناآراميو زياتيدو د دغه هيواد په وړاندې د امريكې دریځونه نه دی بدل كړی، خو په دغه نظرسنجۍ كښې ٦٦ فيصده ګډون كونكی د افغانستان له خاورې نه د امريكائی ځواكونو د وتلو غوښتنونكی شوی دی.
دغه نظرسنجی چې د روانې كب د مياشتې له ١٢نه تر ١٥ نیټې پورې ترسره شوې ده، همداراز ښودنه كوی چې زياتره ډيموكراټان چې د هغو شمير ٧٦ فيصدو ته رسی، د افغانستان له دولت او ولس څخه په بخښنه غوښتنه كښې د اوباما د فيصلې سره موافق دی. 966612