IQNA

په قم ښار كښې د قرآنی علومو د ښوونې بين المللی دوره ترسره كیږی

22:55 - March 09, 2012
د خبر لمبر: 2288291
بين المللی ډله: د حضرت رقيه (س) په نامه قرآنی مركز د رارونې جمعې په ورځ يعنې د كب د مياشتې په ٢٦ نیټه، د مختلفو هيوادونو د دينی او قرآنی علومو د محصلينو په ګډون سره د قرآن كريم د علومو د ښوونې د بين المللی دورې د ترسره كولو خبر وركړ.
د ايران د قم په سپیڅلی ښار كې د حضرت رقيه (س) په نامه د قرآنی مركز مدير عبدالجليل المكرانی د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې د دغه خبر په اعلانولو سره ووئيل: دغه آموزشی دوره چې د مختلفو هيوادونو د قرآنی او دينی علومو د محصلينو په مشاركت او ګډون سره ترسره كیږی، له نن جمعه د كب د مياشتې له ١٩ نیټې څخه پيلیږی او د قرآن له استاذانو څخه شيخ طلال الحسن د دغې دورې درسونه وركوی.
دوی په دوام كښې د حضرت رقيه (س) د قرآنی مركز په همت د يوې بلې قرآنی دورې ترسره كيدو ته اشاره وكړه او وئې وئيل: له دغو قرآنی دورو څخه يوه، ټاكل شوې ده د راتلونكې روژې په مياشت كښې د قرآن كريم د بين المللی داور او قاری او د عراق د كاظميه ښار د قرآنی مؤسسې د مدير شيخ رافع العامری په شتون سره ترسره شی. 967206
captcha