IQNA

12:46 - March 10, 2012
د خبر لمبر: 2288784

جنتی: ايرانی ملت په انتخاباتو كې په پراخ ګډون سره امريكې ته سخته څپیړه وركړه

سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لما نځه خطيب ټينګار وكړ د ايران خلكو د اسلامی شورا په وروستيو انتخاباتو كې په پراخ شتون سره امريكا ته سخته څپیړه وركړه.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايت ا... احمد جنتی د اسلامی شورا د نهم پړاو په انتخاباتو كې د ايرانی اولس څه د پاسه ۶۴ فيصده مشاركت ته په اشارې سره چې تيره اونۍ ترسره شول ، وويل د ايران اولس په بصيرت او پوهې سره د غليما نو درستې دسيسې شنډې او په اسلامی انقلاب او نظام د ګوزار كولو لپاره د هغو درست پروګرامونه له ما تې سره مخامخ كړ ل .

د تهران د جمعې لما نځه خطيب پر دې په ټينګار سره چې د اسلامی شورا انتخابات په بشپړه ازادۍ اوپراخې ولولې سره په درست اسلامی ايران كې ترسره شول ، زياته كړه د ايران اولس د پرتمينو انتخا باتو په ترسره كو لو سره غليما نو په تيره بيا امريكا او د هغې متحدانو ته خپل قدرت او عزت وښو ده تو د اسلامی جمهوريت د اركا نو د پياوړتيا سبب شول .

ايت ا... جنتی په دوام كې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضر ت ايت ا... العظمی سيد علی خا منه ای له لوری د لوړې مجازی شورا جوړولو ته په اشارې سره دغه اقدام د غليما نو د دسيسو د شنډولو په خاطرد ايران د اسلامی جمهوريت د نظا م لپاره مهم ګام وبا له .

د تهران د جمعې لما نځه خطيب د خپلو وينا و په بلې برخې كې په بحرين كې د ال خليفه او ال سعودو رژيم د جنايتونو په غند لو سره وويل دغه جنايتونه د نړيوالوټولنو په چوپتيا او د امريكا په هر اړخيزو ملاتړونو سره ترسره كیږی .ايت ا... جنتی دې ته په اشارې سره چې همدا اوس په سيمه او نړۍ كې د امريكا قدرت مخ په ځوړتيا دې ، جوته كړه امريكا په داخل كې له اقتصادی مشكلاتو سره ښكيل ده ، ځكه چې د دغه هوياد ۹۹ فيصده خلك د پانوګنې نظا م غند ی او دا نظا م نه غواړی ، له دې امله د امريكا حكومت هیڅ ډول روا والې نلر ی .

د تهران د جمعې لما نځه خطيب همداراز په افغانستان كې قران كريم ته په سپكاوی كې د امريكايی عسكرو د اقدام په غند لو سره زياته كړه دغه اقدام هم په نړۍ كې د امريكايانو روا والې تر پوښتنې لاندې راوسته او د سپينې ماڼې په تاوان تمام شو.

968290

captcha