IQNA

په فلسطين كې د " په اسلام كې د ښځې مقام" نومې سيمينار تر سره شو

12:51 - March 10, 2012
د خبر لمبر: 2288786
نړيواله ډله: د فلسطين د اوقافو او مذهبی چارو وزارت د ښځو د چارو ادارې لخوا د روانی ميلادی مياشتی مارچ له شپږمی نیټی په نابلس ښار كې د " په اسلام كې د ښځې مقام" نومې سيمينار تر سره شوی دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له فلسطين خبری اژانس معا یې نقلوی چې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت سره دا سيمينار د فلسطين په پوهنتون كې د ښځو او د پوهنتون د محصلانو په شتون سره تر سره شو.
د نابلس ولايت مفتی ښاغلی شيخ احمد شوباش دې سيمينار ته په خطاب كې وويل چې په اسلام كې ښځې يو ځانګړې مقام لری او د قران شريف او حديث په مطابق هم ښځو ته ځانګړې دندې او ذمه واريانې سپارلی شوی دی.
شيخ احمد شوباش زياته كړه چې په ټولنې كې د ښځو رول د اهميت وړ دی او ښځه د كورنۍ او د ماشومانو په روزنی او تربيت كې ډير اهم رول لوبوی او ښځې د دې ټولنې نيمه برخه ده.
967480
captcha