IQNA

12:50 - March 10, 2012
د خبر لمبر: 2288789

په كويت كې د قران انګريزی ترجمو پينځه سوه قرانونه په بريل خط كې چاپ شول

نړيواله ډله: د كويت د " ړنديانو انجمن" په كوششونو سره د قران پاك د انګريزی ترجمو نږدې پينځه سوه قرانونه د ړندو كسانو استفادی لپاره په بريل خط كې چاپ شول.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له كويت ورځ پاڼې الرای یې نقلوی چې دا قرانی ژباړې او ترجمې لومړی ځل لپاره د كويت د اوقافو او اسلامی چارو وزارت په همكارۍ سره په دې هيواد كې چاپ او خپور كړای شول.
د كويت د " ړنديانو انجمن" مشر ښاغلی "فايز العازمی" ويلی دی چې د دې قرانی ترجمو زيات شمير قرانونه په كويت كې د غير ملكی سفارت خانو لكه پاكستان او نايجيريا سفارت خانو ته ډالۍ شول.
967307

captcha