IQNA

12:50 - March 10, 2012
د خبر لمبر: 2288792

په پيرس كې د "اسلام ، سياست او ټولنه" په عنوان سره كانفرنس تر سره كیږی

نړيواله ډله: د روانی ميلادی مياشتې په شپاړسمه نیټۀ د فرانس د علمی مطالعاتو قومی مركز په كوششونو سره په پلازمينې پيرس كې د "اسلام ، سياست او ټولنه" په عنوان سره كانفرنس تر سره كیږی.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «gsrl.cnrs»، یې نقلوی چې دا كانفرنس د فرانس د علمی مطالعاتو قومی مركز سره تړلې د دينونو او ټولنيزو مطالعاتو ډلو په كوششونو سره تر سره كیږی، په دې كانفرنس كې ګډؤن كوونكی د جاپان او د روس په ولګا او اورال سيمو كې د اسلامی د شتون څیړی.
يادونه كوو چې په دې كانفرنس په ترڅ كې د بورډكس استاذ ایډی ډيور منټ په شتون په جاپان كې اسلام؛ پرمختګ او نوی دينی اقليت تنظيم نوی كولو په موضوعاتو او همداراز د پيرس پوهنتون استاذ ژاوير لی ټورويلكايك په شتون د د ولګا او اورال سيمو كې د اسلام د موجودۍ په اړه يو نظر په موضوعاتو بيل بيل پروګرامونه تر سره كیږی.
967414
captcha