IQNA

د ايران له ولسمشر سره د عراق د ولسمشر د مرستيال كتنه

14:07 - March 11, 2012
د خبر لمبر: 2289678
سياسی ډله: د ايران اسلامی جمهوريت او عراق د بریښنا په برخه كې د مرستو پريكړه ليك لاسليك كړ.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، نن د ايران د انرژی وزير مجيد نامجو او د هغه عراقی سيال كريم غفتان الجميلی په تهران كې د بریښنا او برق د همكاری هوكړه ليك لاسليك كړ.
ښاغلی نامجو په دې اړه يوشمېر خبريالانوته وويل چې په اوس حال كې له ايران څخه عراق ته دبرښنا د صادراتو حجم زر مېګاواټه دی او عراق ته تر يوزر او ۲ سوه مېګاواټه پورې دبرښنا دصادرولو امكان شته
نوموړی سوریې او لبنان هيوادونو ته دبرښنا دصادراتوپه اړه وويل چې يادو هيوادونوته هم دوران ۲۰۱۲ ميلادی كال له اپريل مياشتې څخه د بریښنا لیږد پيلیږی
د عراق د اوبو بریښنا وزير الجميلی هم په عراق كې د ايران د بریښنا د شركتونو وړتيا ته په اشارې سره وويل چې دا شركتونه له لوړو ظرفيتونو او وړتياوو څخه برخمن دی اوعراق ژمن دی چې د خپلو تشو ډكولو لپاره له دې شركتونو څخه ګټه پورته كړی.
969039
captcha