IQNA

14:06 - March 11, 2012
د خبر لمبر: 2289683

"لبيك يا بحرين" په نعرو سره په بحرين كې پراخې مظاهرې تر سره شوی

نړيواله ډله: بحرينی ولس د خپل مشر آيت اللہ "شيخ عسی قاسم" په غږ د "لبيك يا بحرين" په نومې پراخې مظاهرې تر سره كړې.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز التوافق یې نقلوی چې د بحرين د شيعه عالمانو ستر كونسل مشر آيت اللہ " الشيخ عيسی قاسم " لومړی ځل لپاره په دې مظاهرو كې ګډؤن وكړ.
څرګنده دې وی چې دا مظاهرې په بحرين ځمكې د سعودی نيواكګر پوځ د راتلو د يو كال د پورا كيدا په مناسبت تر سره شوی او د مختلفو سرچينو د راپورونو پر اساس د بحرين د مظاهرو له تير كال اوسه پورې پراخې مظاهرې وې چې پكښې نږدې پينځه لاكهه كسانو شركت وكړ.
968230
captcha