د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «Dawn»، یې نقلوی چې د يوم «عظمت قرآن كريم» ځانګړی مراسم د پاكستان د لاهور د اهل حديث ګوند په همكاری سره د پاكستان په مختلفو ښارونو كې د مظاهرو په تر سره كولو سره ولمانځل شوه.
په پیښاور ښار كې د پاكستان د مسلمانانو اتحادیې (APML) هم ددې ورځ په مناسبت سره د مظاهرو په تر سره كولو سره د قران پاك د سپكاوی كوونكی په خلاف نعرې او او شعارونه ولګول.
د پاكستان د دعوت جماعت په خپلو بيل مظاهرو كې د قران سپكاوی كوونكی عاملانو د نيوللو غوښتنه وكړه.
همداراز د پاكستان په مختلفو ښارونو لكه ګوجرانواله، سيالكوټ، اوګاړه، قصور او نورو ښارونو هم دا ورځ ولمانځل شوه
د افغانستان د تګاب په ابراهيم خيلو سيمه كې د امريكا په مشرۍ د ناټو په هوايی بريد كې څلور كسان مړه او يو شمير ژوبل شول.
مظاهره چيانو له دولته دا هم وغوښتل چې د بهرنيو ځواكونو له خوا د شپې پلټنې پای ته ورسوی.
968985