د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په بيانيه كې راغلی د اسرائيلو په دولتی تروريزم د نړيوالې ټولنې غوږونه كاڼه اچول د شرم او تأسف وړ خبره ده.
په بيانه كې ټينګار شوئی چې د بشر حقوقو نړيوالې ادارې بايد د فلسطين د بې دفاع ولس په وړاندې د صهيونيستانو د جنايتونو په اړه په خپلو دندو او مسئوليتونو عمل وكړی ږ
د اسلامی ايران د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه د اسلامی هيوادونو او د اسلامی ملګرتيا سازمان په څير له نړيوالو او سيمه ايزو سازمانونو هم غوښتی چې په دې اړه غوڅ غبرګون وښيی .
يوه فلسطينی مسئول ادهم ابو سلميه د صهيونيستی رژيم جنايتونه د بشر د حقوقو ښكاره تر پښو لاندې كول وبلل او زياته ېې كړه دا يرغلګر رژيم په قصدی ډول ملكی فلسطينيان شهيدانوی .
د فلسطين د مقاومت سمبول غزه اوس مهال له هر لوری محاصره شوې او د بيت المقدس نيواك ګر حتې دې سيمې ته خواړه او درمل هم نه پریږدی.
دا په داسې حال كې ده چې د صهيونيستی رژيم د جنګ وزير يهود بارك نن يو ځل بيا ټينګار وكړ چې په غزه به خپلو بريدونو ته دوام وركوی .
په غزه د اسرايلو د نويو بريدونو په ترځ كې ۱۸ فلسطينيان شهيدان شوی او په لسګونو نور ټپيان شوی دی ،
د تازه خبر په اساس نن په تركيه كې د اسرايلو په ضد پراخې مظاهرې هم تر سره شوې دی .
مظاهره كوونكو د بشر حقوقو له تش په نوم دفاع كوونكو ډلو غوښتی چې د مظلومو فلسطينيانو شهيدولو ته لاس تر زنې كينه نی او له نيواك ګرو ېې هم غوښتی چې دا وحشيانه بريدونه ودروی .
969994