IQNA

11:47 - March 12, 2012
د خبر لمبر: 2290127

زارعی: د اسلامی شورا په انتخاباتو كې د خلكو پراخ ګډون د نظام دښمانانو ته خبرداری ؤ

سياسی ډله: د ايران د سياسی مسايلو شناند وويل د اسلامی شورا په انتخاباتو كې د خلكو پراخ ګډون د نظام دښمانانو ته خبرداری ؤ.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د سياسی مسايلو شناند ښاغلی سعدالله زارعی پرون وويل د ايران ملت د روان ميلادی كال د مارچ د مياشتې په دوهمه نیټه د پارلمان په انتخاباتو كښې په پراخ ګډون سره دښمانانو ته ثابته كړه چې د ايران د اسلامی جمهوريت نظام ته د ګوزار وركولو لپاره د هغوې هڅه به اپوټه نتيجه وركړی.
سعدالله زارعی زياته كړه د ايران د پارلمان په انتخاباتو كښې د ايران د ملت څلور شپيته فيصده ګډون اوس د ايران دښمانان له تبليغاتی چپتيا سره مخامخ كړی دی.
امريكا او لويدیځ تل د جمهوريت ، د بيان د ازادۍ او بشری حقوقو خبرې كوی چې د دنيا خلك وغولوی خو دغو هيوادونو هیڅ كله د ډيموكراسۍ، بشری حقوقو او د بيان د ازادۍ احترام نه دی كړی بلكې له دغو ټكو یې د ځان په ګټه او په نورو هيوادونو د دباو د راوړلو لپاره ناوړه استفادې كړی دی.
969327
captcha