د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ايی زياته كړه د هيواد د ورځنيو چارو لپاره د تيلو د عايداتو استعمالول يو غير عاقلانه كار او حقيقی زيان دئ.
د ايران د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ايی حاضر دمه د تيلو عايدات د تيلو د ډيرو توليدوونكو هيوادونو د كمزورۍ ټكئ وباله او څرګنده ېې كړه هغه هيوادونه چې خپل تيل د لودیځو كمپنيو د اړتياوو او سياستونو په اساس پلوری او پرمخ تللې پوهې او صنعت ته د رسيدو لپاره هلې ځلې نه كوی ښايی د هغوی د واكوالانو جيبونه ډك شی خو حقيقی ګټه به په لاس رانه وړی .
ځكه هغه ورځ چې تيل ېې ختم شی نو يو خالی لاس او وروسته پاتې هيواد به ورته پاتې شی .
د رهبرۍ معظم مقام هم دا راز تيل د هيوادونو د ځواك د معقولې په اړه هم وويل لازمه ده داسې عمل وكړو چې هر وخت د تيلو د توليد او خرڅلاو په اړه پريكړه زمونږ په لاس كې او زموږ ډ ګټو په نظر كې نيولو په اساس وی چې البته په همدې بهير ډير پر مخ هم تللی يوچې په راتلونكې كې به دا موخه په بشپړ ډول پرځایښت ومومی او اسلامی جمهوری نظام به د نورو هيوادونو لپاره په يوه بيلګه بدل شی ږ
حضرت آيت الله خامنه ايی همداراز د پوهانو ، متفكرانو مسئولانو او د تيلو او ګازو د ټولنې د كاركوونكو له جهادی فعاليتونو په مننې سره ټينګار وكړ ايران د تيلو او ګازو د سر چينو له مخې په نړۍ كې لمړئ مقام لری او د د دې صنعت د فعالانو په هڅو او همت سره د پوهې او ټيكنالوزۍ له مخې هم بايد خپل لوړ حد ته ورسی او لومړنئ مقام وګټی .
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د تيلو صنعت څیړنځای ته د ننوتلو پر وخت د دې صنعت له لاس ته راوړنو هم ليدنه وكړه او د هيواد د ګازو او تيلو په برخه كې ېې د داخلی پوهانو او متخصصانو پرمختګونه له نږدې وكتل.
970811