IQNA

20:55 - March 13, 2012
د خبر لمبر: 2291309

مهمانپرست: د ايران پر ضد د تبليغاتو زياتيدا په حكومتی چارو كې د خلكو ګډون زياتوی

سياسی ډله: د اسلامی ايران د بهرنيو چارو وزارت ويندوی رامين مهمانپرست نن په يوه مطبوعاټی غونډه كې د ايران د ملت پر ضد د امريكا او صهيونيستی رژيم ګواښونو ته په اشارې سره زياته كړه د دې روانی جګړې او تبليغاتو يوه اغيزه هم د اسلامی شورا په ټاكنو كې د خلكو پراخ ګډون ؤ چې دښمنانو ته ېې غاښ ماتوونكی ځواب وركړ.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، مهمانپرست زياته كړه ايران د ۵+۱ ډلې سره د خبرو اترو د نوی پړاو د پيل لپاره چمتو دئ او ښايی دا غونډه په نږدې راتلونكې كې تر سره شی .
ښاغلی مهمانپرست سورېې ته د د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی كوفی عنان سفر ته هم اشاره وكړه او وېې ويل په دې سفر كې ګټورې خبرې اترې تر سره شوې .
د اسلامی ايران د بهرنيو چارو وزارت ويندوی هيله مندی وښوده چې په شام كې به د كوُفی عنان فعاليتونه خپلواكه، بې طرفه او عادلانه وی چې په دې هيواد كې به تاوتريخوالی ته پای وركړی او په هیڅ ډول به په شام كې د بهرنۍ مداخلې اجازه ورنه كړی.
971353
captcha