د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د سيمی عينی شاهدان وايی چې د دوو ماشومانو په ګډون یې لس كسان سوزولی هم دی.
خوله بده مرغه په افغانستان كې لوېدیځو رسنيو ادعا كړې چې دغه جنايت د امريكايی ځواكونو د يوه عسكر لخوا تر سره شوی دی دا هم په دې خاطر چې وايی چې دغه يو تن عسكر هم په روانی ناروغی اخته وو چې دا جنايت یې تر سره كړی دی تر څو په دې ډول د دې جنايت ترسره كوونكی ته نجات وركړی.
په داسې حال كې چې په دې اړه د كندهار د ولايتی شورا غړی حاجی آغا لالی ويلی چې دا جنايت د امريكا د يو شمير عسكرو لخوا تر سره شوی نه د يوه تن لخوا اوعينی شاهدان هم د دې خبرې پخلی كوی.
په هر حال د امريكا ولسمشر بارك اوباما تېره شپه له افغان ولسمشر كرزی سره په تيلفونی خبرو كې په دې اړه د خفګان څرګندولو تر څنګ ويلی چې په دې اړه به پوره پلټنې وكړی او هر هغه څوك چې په دې جنايت كې لاس ولری د دې پیښې مسئول دی.
البته دا لومړی ځل نه دی چې امريكايی ځواكونه په افغانستان كې له هر ډول جنايت ترسره كولو وروسته د دردمند په سر ژمنه كوی او وايی چې په دې اړه به څیړنې وكړی چې تراوسه پورې په افغانستان كې د امريكا لخوا د ترسره شوی جنايت په اړه هیڅ كله هم په سم ډول څیړنې نه دې ترسره شوې.
او د افغان دولت لخوا د دې ډول پیښو ناسم تعقيبول د دې لامل شوی چې امريكايی ځواكونه بيا بيا په دې ډول جنايتونو لاس پورې كوی.
البته چې كه چېرې افغان دولت نه تقيبولو ته اړويستل شوی وی خو د افغانستان خلك مجبوره نه دی هغوی په بيلابيلو ډولونو د امريكا جنايتونه تقيبوی چې كله په سوله اييز او كله هم په پوځی ډول خپل غبرګون ښيی.
او څو كاله كیږی چې يواځې طالبان نه دی چې د نيواكګرو په ځانګړې توګه د امريكا پرضد یې وسله پورته كړې ده او د امريكا پرضد د هر ډول عملياتو پړه پرغاړه اخلی.
او اوس هم په داسې حال كې چې د امريكايی عسكرو لخو د قرآن كريم د سوځولو او سپكاوی له امله د افغانانو قهر نه دی سوړشوی چې پرون د امريكايی ځواكونو لخوا د كندهار ولايت په پنجوايی ولسوالی كې دغه جنايت ترسره شو.
دا يوه طبيعی خبره ده چې د امريكايی ځواكونو لخوا د دې ډول جنايتونو ترسره كول د خلكو د اعتراضونو او غبرګونو ښودلو لامل هم كیږی.
چې دا كار د امريكايانو لپاره وضيعت او شرايط لاسختوی.
ځينې لويدیځې رسنی وايی چې د كندهار ولايت په پنجوايی ولسوالی كې د امريكايی عسكرو لخوا د دې جنايت ترسره كولو له امله د افغانستان كړكيچ لازيات كړی دی او حتې دغه رسنی په دې باور دی چې د پنجوايی ولسوالی په څېر پیښې چې په پايله كې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ بې ګناه ملكی وګړی ووژل شول او بيا وروسته وسوځول شول له افغانستان نه د بهرنيو عسكرو د وتلو لړی چټكه كړی.
اوس پوښتنه دا ده چې امريكايان پوهیږی چې دا ډول جنايتونه په افغانستان كې د دوی ستونزې څو برابره زياتوی نو ولې جنايتونه ترسره كوی؟
په دې اړه دوه ټكی مطرح دی لومړی دا چې: امريكايی ځواكونه چې په جګړه كې یې ماتې خوړلې ده غچ یې له ملكی وګړو څخه اخلی او دويمه هم دا چې د امريكا ډيری ځواكونه له جګړې ستړی شوی دی او په روحی او روانی ناروغيو اخته شوی نو له دې امله په دې ډول جنايتونو لاس پورې كوی تر څو د افغانستان خلك د نيواكګرو او اشغالګرو پرضد وخوځوی او امريكا تر دباو او فشار لاندې راشی چې تر څو دا كار له افغانستانه د امريكايی عسكرو د وتلو لامل شی.
خو په هرحال هر څه چې دی مهمه خبره دا ده چې امريكې په افغانستان كې ماتې خوړلې خپله لاره ترې وركه ده نه پوهیږی چې څه وكړی چې د افغانستان له ستړی كوونكې جګړې نه خلاص شی.
971303