IQNA

مصر د فلسطينی ډلو او صهيونيستی رژيم تر مينځ د اور بند خبر وركړ

20:54 - March 13, 2012
د خبر لمبر: 2291311
نړيواله ډله: د مصر پارليمان د يوې بيانې په صادرولو سره له عسكری واكمنې شوری غوښتی چې په غزې باندې د اسراييلو بريدونو په غبرګون كې له مصر د اسراييل سفير وشړی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز almasryalyoum، یې نقلوی چې د مصر د پارليمان د پرون شپی غونډه چې د ښاغلی محمد‌سعد الكتاتنی په مشرۍ تر سره شوه له مصر د اسراييلو د سفير د شړلو غوښتنه وكړه
همداراز د مصر يوې باوری سر چينې نن سهار راپور وركړد قاهرې د هڅو په پايله كې د فلسطينی ډلو او صهيونيستی رژيم تر منځ اور بند شوئ دئ .
په بيانيه كې راغلی د فلسطينی مشرانو د ترور په ګډون به له نن سهار راپه ديخوا ټول وسله وال عمليات ودرول شی او مصر پر دې اور بند څارنه كوی .
د صهيونيستی رژيم الوتكو په غزه پرله بسې بريدونه پيل كړی ؤ چې د ۲۵ فلسطينيانو د شهادت او د ۷۶ نورو د ټپی كيدو لامل شول .
همداراز فلسطينی ډلو هم د دې په غبرګون كې په اسرائيلی سيمو په سلګوونو توغندی وويشتل
د اسلامی شورا مشرا ډاكتر علی لاريجانی په غزه د صهيونيستانو بريد په كلكه وغانده او زياته ېې كړه امريكا او اسرائيل نړيوال ترهګر دی او په هر ځای كې ېې د مسلمانانو آرام ژوند تريخ كړئ دئ .
971128
captcha