IQNA

د نجف دينی حوزې، زده كونكو د قران د سپكاوی په خلاف مظاهر تر سره كړه

20:54 - March 13, 2012
د خبر لمبر: 2291313
نړيواله ډله: په افغانستان كې د امريكې پوځيانو لخوا د قران شريف د سپكاوې او سوځولو په خلاف د نجف دينی مدرسو محصلانو او ښاريانو يوه اعتراضی مظاهره تر سره كړه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له عراق غير سركاری خبری اژانس «إيپا»، یې نقلوی چې په دې مظاهرې كې شريكو خلكو د امريكې پوځيانو لخوا د قران د سوزولې په محكومولو سره سره په اسراييلی بندونو كې د ډوډۍ بند (غذايی هړتال) كوونكی فلسطينی ښځې بندی «هناء الشلبی» سره هم د خواخوږی څرګندونه وكړه.
د نجف اشرف د علی المرتضی تنظيم مشر ښاغلی كاظم الجابری ويلی دی چې د بيان ازادی د بانی په جوړولو سره د قران پاك پرله پسی سپكاوې ددې خبرې ښودنه كوی چې د اسلامی مقدساتو او شعايرو سپكاوی كوونكو انسانيت څخه بې خبره دی.
968304
captcha