IQNA

20:47 - March 14, 2012
د خبر لمبر: 2292017

شپيته سلنه امريكايان په افغانستان د امريكې پوځيانو د شتون مخالف دی

نړيواله ډله: د نوې سروې او تحقيق سره سم د امريكې شپيته سلنه خلكو د افغانستان د جنګ مخالفت كړی دی.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له "The Truth Pursuite" ورځ پاڼې یې نقلوی چې "ABC News" او "Washington post" په ګډه سروې او څیړنی په مطابق 54 سلنه امريكايان له افغانستانه د امريكې پوځيانو د زر تر زره ايستلو غوښتونكی دی دومره پورې چې د افغانی ځواكونو د روزنی لپاره هم نبايد د امريكې پوځيان په افغانستان كې پاتې شی.
دې تحقيق كوونكو اعلان كړی دی چې يوازې ديرش سلنه خلكو په افغانستان كې د امريكې پوځيانو د شتون حمايت كړی دی او 55 سلنه امريكايانو د باور لری چې زياتره افغانيان د امريكې د پوځيانو د كوششونو ملاتړ نه كوی او نه یې خوښوی.
971316
captcha