IQNA

په غزې باندې د اسراييلو هوایې بريدونو نړيواله ټولنه ايدیښمنه كړې ده

20:45 - March 14, 2012
د خبر لمبر: 2292019
نړيواله ډله: په غزې ښار باندې د اسراييلو حكومت لخوا د جمعی له ورځې راهسی شورو شوی نوې هوایې حملې په اسلامی عربی او نړيوالې سویې وغندل شوی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اماراتو خبری اژانس وام یې نقلوی چې د عربو اتحادیې د دې حـملو په كلكه غندلو سره نړيوالو غونډو غوښتی چې اسراييل دې په فلسطينيانو باندې د ظلم او زياتې څخه وساتی او د هغوی مخنيوې لپاره دې هوډمن اقدامات پورته كړی.
مصر هم په غزې باندې د اسراييلو حملې په غندلو سره ددې حملو د زر تر زره د بندولو غوښتنه كړی ده بل خوا د مصر خارجه وزير اعلان كړی دی چې مصر په فلسطينيانو باندې د اسراييلو حملو په خاطر ډير اندیښمن دی او نړيوالو ادارو سره یې، د دې حملو د مخنيوی لپاره اړيكې ټينګې كړی دی.
969340
captcha