د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په دغه خبری ناسته كښې په پاكستان كښې د فسلطين سفير هم وويل له درستې نړۍ ددغه كاروان حركت د فسلطين د خلكړ د ډاډ لامل دی چې د نړۍ آزادې غواړی تر خپل څنګ وينی .
ددغه خبر له مخې په ايران كښې د الی بيت المقدس د نړيوال كاروان د اجرايی كمیټی مشر سيد سليم غفوری هم وويل دغه كاروان به بل سبا د ميرجاوی سرحد له لارې ايران ته راشی او د له كرمان او يزد ولايتونو وروسته به په قم ښار كښې د تقليد له مراجعو سره وګوری او د خالی په ورځ به تهران ته راشی چې بيلا بيل پروګرامونه ورته په پام كښې نيول شوی دی .
په ايران كې د «الی بيتالمقدس» نړيوال كاروان د درناوې په خاطر يو كانفرنس راشی خالې ورځې د دكتر علی اكبر ولايتې په وينا تر سره كیږی
هغه وويل دغه كاروان به تبريز ته ولاړ شی او له هغه ځايه به د بازرګان سرحد له لارې تركی او د لبنان له پولو نيواكې فلسطين ته ولاړ شی .
په دغه كاروان كښې د ۱۵ هيوادونو له ۲۰۰ زيات ښاريز شامل دی چې له اندونيزيا یې حركت پيل كړی او له هندوستان او پاكستان وروسته به بل سبا ايران ته راورسیږی .
972285