IQNA

په بحرين كې د سعودی پوځيانو لاسوهنه د نړيوالو قوانينو خلاف ورزی دی

21:10 - March 15, 2012
د خبر لمبر: 2292325
نړيواله ډله: د لبنان د علماء اسلام انجمن مشر وويل چې په بحرين كې د سعودی پوځيانو لاسوهنه د نړيوالو قوانينو خلاف ورزی دی
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له المنار ټی وی چينل یې نقلوی چې د لبنان د علماء اسلام انجمن مشر ښاغلی احمد الزين د روانی ميلادی مياشتی مارچ په ديارلسمی نیټی د ال خليفه د حكومت مخالفو ډلو مشرانو سره وليدل. په دې كتنې كې هغه وويل چې د بحرين قوم يو متمدن او غيرتی قوم دی او د ازادی او عدالت تر لاسه كولو د هغو اساسی حق دی.
ښاغلی احمد الزين د سعودی وسله وال ځواك د بحرين په كړكيچ كې په لاسوهنی د افسوس څرګندونه وكړه او دا نيواك یې د نړيوالو قوانينو خلاف ورزی وګرځوله او د بحرين اولس د حمايت اعلان یې هم وكړ.
971919
captcha