د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت الله امامی كاشانی د بحرين د خلكو د انقلاب او د دې هيواد د مسلمانو خلكو په وژله كې د عربستان د رول په اړه وويل عربستان د امريكا په ملاتړپه دې اعلان سره چې د بحرين خلك د اسلام او عربو مخالف دی هغوی په تاوتريجن ډول ځپی .
هغه زياته كړه د بحرين د خلكو انقلاب د تونس او ليبيا له انقلابونو هیڅ كوم توپير نه لری .
د تهران د جمعې لماڼخه مؤقت امام د امريكايی جنايت كاره ځواكونو په وړاندې د افغانستان د مسلمانو خلكو له دريدنې په قدرونې سره زياته كړه د قرانكريم په سوزونه او د بې ګناه خلكو په وژله كې د بهرنيو ځواكونو جنايتونه د هغوی د ډير سخت زړه توب او بې رحمې ښودنه كوی .
آيت الله كاشانی په دوام كې په ايران كې د نه شرقی او نه غربی شعار په بڼه موندنه كې د اسلامی جمهوری نظام د بنسټ ګر او د اسلامی اقلاب د رهبر حضرت امام خمينی رح رول ،اصلی عامل وباله چې له ايرانه ېې د بهرنيو ښكيلاكی قدرتونو لاس لنډ كړ .
د تهران د جمعې لماڼخه خطيب د ۱۳۹۰ ه ل كال د پای ورځو او د نوی لمريز كال د پيل ورځو ته په اشارې سره خلك له بې وزلانو مرستو ته راوبلل .
972916