د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز "المنار" یې نقلوی چې د لبنان د حزب الله ستر مشر ښاغلی سيد حسن نصر الله په پنځلسم مارچ په لبنان كې د ليكلی او لوستلو دورې النور د فارغ التحصيل محصلانو په ټول كې وويل چې دښمن غواړې چې سيمه په مختلفو برخو كې ويش كړی او زه تاسو ټولو مسلمانانو ته په دې اړه خبرداری وركوم.
د لبنان د حزب الله ستر مشر ښاغلی سيد حسن نصر الله د خپلو څرګندونو په دوام كې وويل چې كه مونږ خپلو مينځ كې اختلافات او فتنو ته لمن ووهو. نو په خپله لاس به مو د لبنان، عربی نړۍ او اسلامی نړۍ كې خپل كورونه وران كړو
هغه زياته كړه چې اوس د اسلامی امت او مسلمانانو ته د خپلو حقوقو، قومی واكمنی او د قدس د بيرته اخستو ښه موقع او فرصت دی ځكه چې امريكې زرو په زوال روان دی او لويدځوالو سره سره د موږ هيوادونو ته په كږ نظر ليدونكی ټول طاقتونه په خپلو ستونزو كې راګيرشوی دی.
972841