IQNA

په اټلی كې د" روميانو قوانين او اسلامی شريعت" په عنوان سره نړيوال كانفرنس تر سره شو

18:21 - March 17, 2012
د خبر لمبر: 2293119
نړيواله ډله: د روانی ميلادی مياشتی مارچ په شپاړسمیې نیټی د اټلی په روم ښار كې د اسلامی پوهنتونونو د اتحادیې په شركت سره نړيوال كانفرنس تر سره شو.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز ahram، یې نقلوی چې د اسلامی پوهنتونونو د اتحادیې په كوششونو سره تر سره شوی كانفرنس عنوان " روميانو قوانين او اسلامی شريعت" دينی او قانونی اساس، نړيوال توب لپاره ګډ پروګرام او قانونی نظام او سيسټم دی او دا كانفرنس راتلونكی دوه ورځې نور هم ادامه لری.
څرګنده دې وی چې دا كانفرنس په روم ښار كې په "ساپينزا" پوهنتون او د اټلی د قومی تحقيقاتی شوری د كلتوری پيژنګلو څانګې په همكارۍ سره تر سره شوی دی.
د الازہر ، فلورانس ، او د اسلامی پوهنتونونو د اتحادیې نه علاوه د اټلی مختلفو تحقيقاتی ادارو په دې كانفرنس كې ګډؤن كړی دی.

972926
captcha