IQNA

سردار جزايری: آمريكايی عسكر دې ځانونه له غچ اخيستونكو اقداماتو خوندی نه ګڼې

18:24 - March 17, 2012
د خبر لمبر: 2293123
سياسی ډله: پاسدار سيد مسعود جزايری وويل آمريكايی پوځيان دې ځانونه د افغانستان او پاكستان د بې ګناه خلكو د وژلو او قرآن ته د سپكاوې په دليل ځانونه له غچ اخيستونكو اقداماتو خوندی نه ګڼې.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له وسله وال ځواك له عمومی روابطو یې نقلوی چې د ايران د اسلامی جمهوريت د وسله وال ځواكونو لوی درستيز د دفاعی تبليغاتو او كلتوری مرستيال سردار جنرال په افغانستان كښې د بهرنيو په تيره بيا د نيواكګرو له جنايتونو د افغانانو نفرت او غوسې ته اشاره وكړه او ویې ويل داسی ښكاریږی په افغانستان كښې د آمريكا او د دغه هيواد د لويدیځو ملګرو د شتون ددوام د خطرناكو اړخونو ددرك لپاره اوريدونكې غوږونه نه پيدا كیږی .
هغه تيره اونۍ په افغانستان كښې له غميزو د عمومی افكارو د غړولو لپاره د سپينی ماڼۍ هڅې بې ځايه وبللی او زياته یې كړه امريكايان بايد پوهه شی چې د سوريی د پیښو په ستر ښودلو سره په افغانستان او پاكستان كښې خپل بې شميره جنايتونه نه شی پټولای او ددغو هيوادونو خلك به دښمن ددغه ډول دسيسو فرصت ورنكړی .
د ايران د وسله وال ځواكونو لوی درستيز د دفاعی تبليغاتو او كلتوری مرستيال په بګرام كښې د قرآن له سوځولووروسته د ۱۶ افغان ملكيانو د وژلې په دليل آمزيكايی ضد اعتراضونه د جنايت ، ظلم او نيواك ضد بهير دوام وباله اوویې ويل د سپينی ماڼۍ سرغنې بايد وشرمیږی چېله افغان ملت په ساده خواشينۍ او كږی خولی سره غواړی د نورو ملتونو په شعورونو ملنډی ووهی .
973424
`
captcha