د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د «الی بيتالمقدس» د كاروان غړې او په پاكستان كښې د فلسطين دمؤسسې دمركزی شورا غړی قاضی احمد نورانی په تهران كښې له خبريالانو سره په خبرو اترو كښې په فلسطين كښې د صهيونست رژيم د نيواكګريو او جنايتونو په وړاندې د نړيوالې ټولنې په چوپتيا او بې پروایۍ نيوكه وكړه او ویې ويل قدس د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده او درست الهی دينونه ورته درناوی كوی او د دغه كاروان حركت وښودله چې اسرائيل يوازې د فلسطين دښمن نه دی، بلكه د درست بشريت دښمن دی.
د «الی بيتالمقدس» نړيوال كاروان دوه ورځې مخكې ايران ته راغی او بیګا تهران ته راورسيده.
د «الی بيتالمقدس» د كاروان غړی به د مارچ په ۳۰ لبنان كښې راټول شی او د اروپايی كاروان غړی به یې هم په هوايی ډول اردن او د افريقايی هيوادونو غړی به یې هم د مصر له لارې قدس شريف ته په نږدې سيمو كې سره يو ځای شی.
د «الی بيتالمقدس» د كاروان په آسيايی څانګه كښې د اندونزيا، هندوستان، مالزيا، فيلپاين، جاپان، پاكستان، سريلانكا، بنګله ديش، آذربايجان، عراق، بحرين، عربستان، افغانستان او تاجيكستان هيوادونو ښاريز شامل دی.
973298