IQNA

د اسلامی انقلاب د ستر لارښود ايت الله خامنه ای وينا

20:56 - March 20, 2012
د خبر لمبر: 2293930
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران په لسګونه زره كسان د۱۳۹۱ ه ش كال په لومړی ورځ د اسلامی انقلاب له ستر لارښود سره دخپلې ژمنې د نوی كولو او له هغه حضرت سره د ليدلو په موخه د مشهد په سپیڅلی ښار كې د امام رضا عليه السلام زيارت ته ولاړل.
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د راپور پر اساس چې د امام ر ضا عليه السلام پاك حرم له هغو عاشقانو او مينه والو څخه ډك دی چې دايران له ګوټ ګوټ څخه مشهد ته راغلی او دغې مباركې روضې ته ټولې ورغلې لارې له هغو خلكو څخه ډكې وې چې داسلامی انقلاب له ستر لارښود حضرت ايت ا... سيد علی خامن يی سره دليدو لپاره راغلی وو.
هركال دنوی كال په لومړی ورځ په سلګونه زره ايرانيان ځانونه دامام رضا عليه مبارك حرم ته رسوی ترڅو له زيارت كولو سربېره دحضرت ايت ا... خامنه ای دوينا په مراسمو كې ګډ‌ون وكړی
د اسلامی انقلاب معظم لارښود دمشهدپه سپڅلی ښار دامام رضا ع په پاك حرم كې دايران د بيلابيلو پرګنو زرګونوكسانوته په وينا كې وفرمايل چې مونږ په دامريكا او صهيوست رژيم د يرغل په مقابل كې ددښمن د بريد له كچې سره سم هغوی ته ځواب وركړو .
داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت ا... خامنه ای نن دسه شنبې په ورځ دمشهد په سپیڅلی ښاركې زرګونوكسانوته دخبرو پرمهال دې ته په اشارې سره چې داېران اسلامی جمهوريت نه اټومی وسله لری او نه یې په هڅه كې دی وفرمايل چې دايران ملت په مېړانه ددښمن پروړاندې ولاړدی اومخ پروړاندې درومی .
داسلامی انقلاب ستر لارښوددې ته په اشارې سره چې امريكا همدا اوس دضعف او كمزوری په حال كې ده وفرمايل چې له ايران سره دامريكا دښمنی داټومی او بشر دحقوقو دمسئلې په سرنه ده بلكه دنړيوال استكبار دښمنی له ايرانی ملت سره زياتی كول او دسيمې دګازو او تيلو په سرده . حضرت ايت ا... خامنه ای همدغه راز وفرمايل په داسې شرايطوكې چې دايران دملت دښمنانو دايران دنظام او ملت دسقوط لپاره شرط بندی كړې او فلج كونكی بنديزونه یې په پام كې نيولی خو ايرانی ځوانان په خپل نفس دټیڼګ باور په درلودلو سره په دې وتوانېدل چې په بيلابيلو برخو له هغې جملې څخه په پوځی اټومی صنعت ته دپام وړ لاس رسی پيداكړی .
داسلامی انقلاب ستر لارښود دغه راز وفرمايل چې دښمنان ټوله نړی كې له خپلو عواملو څخه په ګواښونو سره په دې هڅه كې دی چې دايرن پرضد بنديزونه ولګوی اودايران داسلامی جمهوريت نظام ته ضربه او زيان ورسوی خو هیڅكله به یې هم داهېله پوره نشی .
هغه حضرت زياته كړه دښمنانو غوښتل چې دكب يا حوت دمياشتې په دويمه نېټه داسلامی شورا دنهم پړاو ټاكنې په فشارونو بنديزونو او پوهانوپه ترور سره له ستونزوسره مخامخ كړی چې دپه دې ټاكنو او انتخاباتوكې دخلكو پراخه ګډون دا ورځ دايران داسلامی نظام دسرلوړی په ورځ بدله كړه
حضرت ايت ... خامنه ای نن له غرمې رووسته دامام رضا ع په مباركه روضه كې ګڼ شمېر كسانوته وينا وكړه او هغه حضرت هركال دامام رضا ع مباركې روضې ته حاضریږی او وينا كوی
973539

captcha