د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس، چې د سعودی عرب مفتی ښاغلی عبد العزيز بن عبدالله ال شيخ د دې فتوې په وركولو سره دا ادعا وكړه چې جزيرة العرب په عربی نړۍ كې د اسلام مركز دی او دلته د كليساګانو موجودګی د عيسايانو په حقو ګڼلو، اعتراف كول دی.
سعودی عرب مفتی ښاغلی عبد العزيز بن عبدالله دا فتوی په داسې وخت كې راغله چې د كويت پارليمان تيره مياشت يو نوې قانون تصويب كړ چې په كويت كې د نوی كليساګانو په جوړولو بنديز ولګول حال دا چې دسعودی عرب يمن او عمان عيسايانو په دې قانون سخته نيوكه كړې ده.
يادونه كوو چې له دې مخكښې هم سعودی عرب مفتی ښاغلی عبد العزيز بن عبدالله د يوې فتوی په وركولو سره د فرقه ايزې لانجې سبب ګرځيدلی ؤ.
973779