د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس چې له بحرين ورځ پاڼې الوسط یې نقلوی چې د بحرين شيعه ؤ مشر و د منامې ښار جمعی خطيب ايت الله "الشيخ عيسی قاسم" په خپلې جمعی خطبې كې وويل چې د ال خليفه مخالفين د خپلو غوښتلو منلو لپاره ټينګ دی او خپل هدفونو ته د رسيدو لپاره خپلو هڅو ته دوام وركوی.
هغه د ال خليفه لخوا د ولسی غوښتنو ته د پام نه كولو لامله هغه د خبرداری په وركولو سره وويل چې د لبيك يابحرين په عنوان سره تر سره شوی مظاهرو پيغام دا ؤ چې د ال خليفه حكومت ته پكار دی چې د خلكو غوښتنو احترام دی وكړی او پوهـ دی شی چې د خلكو د غوښتنو ته پام نه كول د هغه د ماتې لامل كيدای شی.
۹۷۳١١٦