د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد نن د تاجكستان په پلازمينې دوشنبې كښې د افغانستان د اقتصاد دملاتړ دپينځمې غونډې دپرانيستلو په دستورو كښې په دې خبرې سره چې د افغانستان په شمول د دنيا ننی مشكلات د ناټو د غړيو هيوادونو سلطی غواړی سياستونو له كبله دی وويل تر هغه وخته چې د ناټو دغه سياست دوام ولری د دنيا او سيمې د اصلی مشكلاتو ختميدل او اصلاح كيدله به ډير مشكل وی.
د ايران ولسمشر په دې خبرې ټينګار سره چې دټولو ګډ مسوليت له افغانستان سره مرسته كول دی زياته كړه بايد دغه پوښتنې ته ځواب وركړل شی چې دافغانستان دملت ددغه ټول كړاو او كډوالۍ علت څه دی او ولې د افغانستان خلك په خپلو كورونو كښې ووژل شی او يا له خپلو كورونو وويستل شی .؟
دايران و لسمشر په دې خبرې سره چې په افغانستان تپل شوی حالات په دنيا د واكمن اوسنی مديريت دپايلو يوازنۍ بيلګه ده وويل دغه پوښتنې ته ځواب وركول به چې دافغانستان دكړكيچ جرړه ايز علت څه دی ؟ نه يوازې په افغانستان بلكې د دنيا په نورو هيوادونو كښې هم يو شمير مشكلات حل كړی .
دايران ولسمشر په دنيا دسلطې په دوام او احيا كښې دناټو دغړيو هيوادونو ګروهنه دامريكا په شمول دنړۍ د ننيو مشكلاتو اصلی علت وباله او ویې ويل دغه حكومتونه نن سبا په ښكاره په ختیځ ديرغل او له ترهګرۍ سره دمبارزې په نوم له چين، هندوستان او روسیې سره دمقابلې هڅه كوی .
د ايران ولسمشر په امريكا باندې د ۲۰۰۱ميلادی كال د ستمبر د يولسمې نیټې د حملو په پلمه په افغانستان د حملې يادونه وكړه او زياته یې كړه امريكا په افغانستان كښې له لس كاله نيواك او وژلې وروسته هغه سړی (د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن) چې ادعا یې كوله دستمبر د يولسمې نیټې د حملو عامل دی ونيوه او بيا یې وواژه او مړی یې هم سمندر ته وغورځوه خو له دې ټولو خبرو سره سره په افغانستان، پاكستان او سيمه كښې د امريكا شتون او لاسوهنې كمې نشوې بلكې له وړاندې څخه زياتې شوی او ناامنيانې هم ډيرې شوی دی .
975305