IQNA

د فرانس ولسمشر: شيخ قرضاوی دې فرانس ته رانشی

22:48 - March 26, 2012
د خبر لمبر: 2294911
نړيواله ډله: د فرانس ولسمشر ښاغلی سركوزی يو ټيلی ويژن چينل سره په خصوصی مركې كې اعلان وكړ چې ښاغلی شيخ قرضاوې په فرانس كې نه پریږدوو.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له المنار ټی وی چينل یې نقلوی چې د فرانس ولسمشر ښاغلی نكولس سركوزی وويل چې ما د قطر باچا سره په خبرو كې وويل چې مونږ د شيخ قرضاوی د فرانس ته د راتللو مخالف يوو.
هغه زياته كړه چې د فرانس د اسلامی تنظيمونو اتحادیې شيخ قرضاوی ته په اپريل مياشتې كې تر سره كيدونكې نړيوال سيمينار كې ګډؤن بلنه وركړې ده خو مونږ ددې سيمينار ځينې ګډونكونكی لكه شيخ قرضاوی په فرانس كې نه پریږدو ځكه چې مخكښې هم ځينې كسانو په دې سيمينار كې د فرانس قوانينو خلاف ورزی كړې وه.
يادونه كوو چې شيخ قرضاوی د خپل ګډوډ دریځونو لامله يو ناخوښ شخصيت جوړ شوی دی بلكې ځينې وخت د اسلام مخالف دریځونو په لرلو په خاطر اسلامی نړۍ هم هغه غندلې دی.
975356
captcha