د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله خامنه ای بیګا د تركېې له لومړی وزير رجب طيب اردوغان او ورسره پلاوی سره د خبرو اترو ټينګار وكړ اسلامی ايران تل په سوريه كې له اصلاحاتو ملاتړ كړئ او هغه اصلاحات چې پردې هيواد كې پيل شوی بايد دوام ومومی .
د انقلاب معظم رهبر د ايران او تركېې ترمنځ د اړيكو په لاپراختيا په ټينګار سره څرګنده كړه اسلامی ايران په جدی ډول له تركېې سره د اړيكو پراخولو په لټّه كې دئ او كه دا دواړه هيوادونه د بيلابيلو مسئلو په اړه سره غږمله وی دا به د دواړو هيوادونو تر څنګ دټولې اسلامی نړۍ په ګټه وی .
حضرت آيت الله العظمی خامنه ای په دې ليدنه كې چې د سپیڅلی مشهد د رضوی مطهر حرم په تالار كې تر سره شوه د ملګرتياوو پراخو زمينو ته په اشارې سره زياته كړه ايران د تيلو او ګازو د زيرمو له پلوه په نړۍ كې يو بډای هيواد دئ .
هغوی همداراز د سيمې حساسو بدلونونو ته په اشارې سره ټينګار وكړ د الله ج په فضل تر اوسه د سيمې حالات د اسلام او مسلمانانو په ګټه دی او له دې وروسته به هم انشاء الله همداسې وی او د سيمې په حساسو شرايطو كې تر ټولو مهمه مسئله دا ده چې خپلواكه هيوادونه سمې پريكړې وكړی .
د نړۍ د مسلمانانو ولی الامرد سيمې له هيوادونو پر نړۍ د مسلطو قدرتونو په تيره امريكا اوزاری ګټې اخيستنو ته په اشارې سره زياته كړه امريكا هیڅ ملت د خپلواكه ملت په توګه نه منی او د ټولو هيوادونو په وړاندې همداسې كړچار تر سره كوی نو له همدې مخې بايد په پريكړو كې د اسلامی هيوادونو مصالح په نظر كې ونيول شی .
د انقلاب معظم رهبر د تركېې د واكوالۍ په سر كې د اسلامی اندونو درلودونكو سياستوالانو شتون ته په اشارې سره په ډاګه كړه په تركيه كې دا ډول شرايط په هیڅ ډول د لودیځ په تيره امريكا لپاره د منلو وړ نه دی او په هماغه ډول چې لودیځ د تركېې له دا ډول شرايطو خوشحاله نه دئ اسلامی ايران په تركيه كې د خپلو مسلمانو وروڼو په واكوالۍ ډير خوشحاله دئ .
976290