IQNA

صديقی د تركې له لومړی وزير سره په كتنه كې د ايت الله خامنه ای څرګندونې د اهميت وړ وبللې

19:53 - March 30, 2012
د خبر لمبر: 2295912
سياسی ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی د سورېې له دولت د ملاتړ لپاره د انقلاب د معظم رهبر ټينګارونو ته په پام سره سوريه د صهيونيستی رژيم په وړاندې د مقاومت اصلی چورليز او له هغې ملاتړ ېې د منځڼی ختیځ د ټولو هيوادونو په ګټه وباله .
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حجت الاسلام والمسلمين صديقی هم دا راز په بغداد كې د عرب مشرانو د غونډې جوړيدل د دې هيواد د ملت او دولت لپاره يو لوی برياليتوب وباله او زياته ېې كړه له دې هيواده د يرغلګرو له وتلو وروسته اوس د خپل امنيت په ساتلو كې د عراق ځواكمنتيا ټولو ته څرګنده شوه.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب په سيمه كې د اسلامی ویښتيا په اړه د يو شمير عرب مشرانو څرګندونو او په نړۍ كې د هغه مثبتو آثارو ته په اشارې سره څرګنده كړه دا ډول څرګندونو د عرب مشرانو په مشريزه كې ډير اهميت درلود .
حجت الاسلام والمسلمين صديقی همدارازد سوله ايزې اتومی انرژۍ داسلامی ايران له حقه او همداراز د فلسطين او ترهګرۍ په وړاندې د اسلامی ايران له دریځ د عرب مشرانو ملاتړ ډير مهم وباله او زياته ېې كړه اسلام ته د عربی هيوادونو پايبندی به بې له شكه په ټولو ډګرونو كې هغوی ته برياليتوب ورپه برخه كړی .
د تهران جمعې لمانځه خطيب په دې بيان سره چې د ايران د سوله ايز اتومی پروګرام په وړاندې د لودیځ خنډ جوړونه د علم او تخنيك په برخه كې د تهران له پرمختګه د هغوی د ويرې ښودنه كوی ټينګار وكړ د ايران ملت به د ټولو دا ډول ګواښونو او فشارونو په وړاندې په كلكه مقاومت وكړی .
حجت الاسلام والمسلمين صديقی له ملی توليد او ايرانۍ پانګې د ملاتړ په نوم د نوی لمريز كال نومونه د ايران اوسنۍ ټولنې او د دوښمنانو ورځ تر بلې زياتيدونكو دباوونو ته په پام سره مناسب وباله او وېې ويل دې ټكی ته پام ايران له هر ډول خطر او ګواښ ساتی او په ايران كې به د ثبات او امنيت د پياوړتيا لامل هم شی .
976435

captcha