IQNA

21:41 - April 02, 2012
د خبر لمبر: 2296669

په فرانس كې د مسلمانانو د كليز ټول په تر سره كولو كې حكومت خنډونه اچولو كوشش كوی

نړيواله ډله: د فرانس حكومت په يو بيان كې ويلی دې چې د مسلمانانو د كليز ټول كې ګډؤن لپاره بللی شوی څلور دينی عالمان دلته فرانس كې نه پریږدوو. او په هغو یې بنديز ولګول.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «peopledaily»، یې نقلوی چې تيره ورځ د فرانس ولسمشر نيكولاس سركوزی لخوا د مسلمان عالمانو نړيوال اتحادیې مشر يوسف قرضاوی د فرانس په راتللو د ناخوښۍ نه پس د فرانس خارجه وزارت د يو بيان په خپورولو سره ويلی دی چې درې نور دينی عالمان هم فرانس كې نه پریږدو. او د هغه په فرانس د ننوتلو حق نه لری.
د فرانس خارجه وزير "آلن جوپه" او كورنۍ وزير "كلاډ ګيان" په ګډه لاس ليكونو سره بيان خپور كړ چې په كې راغلی دی چې د فرانس د ولسمشر په خواست باندې د عمل په كولو سره د فرانس حكومت په فرانس كې تر سره كيدونكې نهه ويشتم كليز ټول كې ګډؤن كوونكی څلور غير ملكی عالمانو په فرانس كې په داخليدو بنديز لګولو فيصله كړې ده.
976363
captcha