IQNA

د يوم الارض په لاريون كې په لسګونو فلسطينيان ژوبل شول

21:41 - April 02, 2012
د خبر لمبر: 2296671
نړيواله ډله: په غزې تړانګه كې د زرګونو فلسطينيانو په لاريون كې چې د ځمكې د ورځې يا يوم الارض په مناسبت ترسره شو صهيونسټی پوځيانو لس فلسطيينان ژوبل كړل.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز felesteen.ps یې نقلوی چې د فلسطين د منتخب دولت د روغتيا په وزارت كې د اضطراری مرستو د كمیټې ويندويی ادهم ابو سلميه نن وويل ، پينځه فلسطينيان د غزې د شمال د بيت لاهيا سيمې په بيت حانون لاره كې د نيواكګرانو په ډزو ژوبل شول او پينځه نور د خان يونس پّ سيمه كې ژوبل شوې دی.
د يو بل راپور له مخې د فلسطين د پارليمان غړی هم د ځمكې د ورځې په مناسبت په لاريون كې د صهيونسټی پوځيانو په لاس ژوبل شو.
راپورونو له مخې د فلسطين د ملی نوښت عمومی منشی مصطفی برغوثی نن په بيت المقدس ښار كې د ځمكې د ورځې په مناسبت په يوه غونډه كې د صهيونسټی پوځيانو په ډزو ولګيده او ژوبل شو.
د ځمكې ورځ د فلسطينيانو لپاره يوه سمبوليكه ورځ ده چې په نولس سوه اوه شپيتم كال كې د صهيونسټ رژيم له خوا د فلسطينانو د ځمكې د نيواك په اعتراض كې پيل شوې او هر كال په دې ورځ ټول فلسطينيان لاريونونه كوی.
د صهيونست ر ژيم پوځيانو نن په دې ورځ د فلسطين په مختلفو سيمو كې يو شمير فلسطينيان ونيول او يو شمير یې ژوبل كړل.
977057
captcha