IQNA

13:13 - April 03, 2012
د خبر لمبر: 2297132

اسماعيل هنيه: ځينی عرب هيوادونه د غزی په كلابندۍ كې د صهيونسټانو ملګری دی

نړيواله ډله: د فلسطين د منتخب حكومت لومړی وزير اسماعيل هنيه وويل ځينی عربی هيوادونه د غزی د اوسيدونكو پرضد د امريكا او صهيونست رژيم په دسيسو او سوكه سوكه مرګ او و غزې په كلابندۍ كې شريك دی.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د اردن له الدستور ورځ پاڼې یې نقلوی جې اسماعيل هنيه د دريوو فلسطينيانو ماشومانو په جنازه كښې چې دوه ورځی مخكې په خپل كور كښې سوځيدلی او شهيدان شوی ؤ، عربی حكومتونه د غزې د خلكو د سوكه سوكه مرګ لپاره د امريكا او صهيونست رژيم په دسيسو كښې په لاس درلودلو تورن كړل.
د فلسطين د منتخب حكومت لومړې وزير ښاغلی هنيه امريكا او صهيونست غاصب رژيم د غزی د هوايی، سمندری او ځمكنۍ كلابندۍ په دليل د دغه سيمې د خلكو د انسانی ناورين لامل وبلل او ټينګار یې وكړ مونږ عربی حكومتونه چې د دغه جنايت، د كلابندۍ او سوكه سوكه مرګ په وړاندې چوپه خوله دی، بې ګناه نه بولو .
دوه شپی مخكې په غزی كښې په يوه كور كښې دريو ماشومانو د بریښنا د نشتوالې له كبله شمعی لګولی وی چې په اور كښې وسوځيدل.
977461
captcha