IQNA

د عربستان مفتی د اسلام د ګران پيغمبر له سپكاوی وروسته توبه وكړه

22:40 - April 03, 2012
د خبر لمبر: 2297375
نړيواله ډله: د عربستان د اسلامی عالمانو د ټولنې غړی محمد العريفی د يوې بيانیې په خپرولو سره د پيغبر اكرم په خلاف د سپكاوی په اعتراف سره، د دې سپكاوی په اړه بيرته بخښنه وغوښتله.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «فلسطين»، خبر اژانس یې نقلوی چې محمد العريفی د مسلمانانو له سخت غبرګونه وروسته وويل، له غور څخه مې وروسته درك كړه چې په خپلو خبرو كې تير وتلی يم، له همدې كبله د خدای په دربار كې توبه كوم او په دې وسيله ټينګار كوم چې اهل سنت د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله مقام ته ډير احترام او قدرونه كوی.
دغه سعودی مفتی ويلی وو، پيغمبر اكرم د شرابو له بنديدا وړاندې كله چې ورته شراب ډالۍ كيدل، هغه یې خرڅول يا یې تحفه وركول او شراب نجس نه دی.
له دغو څرګندونو وروسته د كويت د شيعه وو د مراجعو استازی آيت الله سيد محمد باقر المهری وويل، د العريفی دغه څرګندونې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله په شان كې روښانه سپكاوی او پرې د دروغو تړل دی.
سيد محمد باقر زياته كړه، په قرآن شريف كې د شرابو د حرام والی د اثبات او د ناپاكې په توګه یې په قرآن كې ياديدلو په علت، شراب په ټولو فقهو كې نجس دی.
د څلورګوڼو مذهبونو امامانو شراب نجس بللی، او د قرآن شريف د مائده مباركې سورې په ۹۰ آيت كې هم شراب نجس بلل شوی دی.
المهری ويلی وو چې العريفی بايد د پيغمبر اكرم د سپكاوی او پرې د درغو د تړلو په علت د خدای په دربار كې توبه وكړی او له ټولو مسلمانانو هم بخښنه وغواړی.
977476
captcha