د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكټر علی لاريجانی نن د فارس خليج د حوزی له هيوادونو سره د ګډ توغندويی سيسټم د لګولو په اړه د امريكا د خارجه وزيری ميرمن هيلاری كلنټن د څرګندونو په ځواب كښې وويل د كلنټن څرګندونې په سيمې د سلطې لپاره د امريكا د كړكيچ جوړونكو سياستونو په چوكاټ كښې دی.
هغه وويل ايران څو ځله د سيمې هيوادونو ته خبرداری وركړی دی چې امريكا د اسرائيلو د موجوديت لپاره، د هغوئ د ملی زيرمو او ګټو چورتالان غواړی .
لاريجانی د نړيوال استكبار په وړاندې له مظلوم څخه دفاع د ايران داسلامی جمهوريت لپاره يو اصل وباله او زياته یې كړه ايران له اسلامی هيوادونو سره د اړيكو د پراختيا او ژورتيا لپاره هڅې كوی .
د ايران د اسلامی شورا مشر د سوريی د بدلونونو په اړه هم وويل د استانبول وروستۍ غونډه چې د سوريی ددوستانو په نامه وشوه ، د اسرائيلو رژيم ته د بډو وركونكو غونډه وه .
977565