د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه په دغوخبروكې په فارس خليج كې دتوغندوی ضد دفاعی سسټم ځای پرځای كول پر درستې سيمې دسلطې لپاره دامريكااواسرائيلوګډپلان وباله ّاود فارس خليج د حوزې څنډې هيوادونوته ئې سپارښتنه وكړه ځانونه دې د امريكا او صهونيسټ رژيم په نقشو كې ورګډ نه كړی .
د ايران دفاع وزيرهمداراز زياته كړه اسلامی ايران په فارس خليج سيمې كې دامريكادتوغندوی ضددفاعی سسټم لګول دسيمې د ناكراره كولو عامل ګڼی .
ځينو سرچينو په همداوروستيو ورځو كې د فارس خليج په جنوبی څنډې كې د توغندوی ضد دفاعی سسټم د ځای پرځای كولولپاره دعربستان باچا ملك عبدا ...ته د امريكا د خارجه وزيرې هيلری كلينټن د وړانديز خبر وركړی ؤ.
ټاكل شوې ده د امريكا خارجه وزيره به دغه پلان د فارس خليج د ملګرتيا شورا په ناستې كې په شتون سره مطرح كړی.
د ايران د اسلامی جمهوريت د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی هم پرون په يولړ خبرو كې نوموړی پلان پر سيمې د سلطې لپاره د امريكا د بلاغواړو سياستونو په چوكاټ كې بللی او ويلی ئې دی ايران په ځلونو د سيمې هيوادونو ته خبرداری وركړی چې امريكا د اسرائيلو د موجوديت د ساتلو لپاره د هغوی د ملی سرچينو او ګټو د چورتالان نيت لری.
977753