IQNA

پيكېنګ د چين او اسلامی نړۍ د نړيوالې غونډې كوربا دے

22:49 - April 04, 2012
د خبر لمبر: 2298177
نړيواله ډله: ((چين او د اسلام نړۍ د كلتورونو مخامخېدنه)) نومې نړيوال كانفرنس د روان هجری نمريز كال د چنګاښ د مياشتې له اتمې نه تر لسمې نېټې پورې په پېنګنګ ښار كښې جوړیږی.
د اطلاع رسونې د سایټ «ircica» په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د رپوټ له مخې دغه درې ورځنۍ غونډه به د چين د اجتماعی علومو د اكېډيمۍ، د اسلامی همكارۍ او د اسلامی هنر او كلتور د تنظيم او د تاريخ د څېړنې د مركز په ملګرتيا سره جوړه شی.
دغه كانفرنس د اسلامی نړۍ او د چين د پراخه هېواد د تمدنونواو د نړيوال تمدن په بڼه نيونه كښې د هغو د رول د څېړنې او د نړيوال تجارت او اقتصادياتو په ډګرونو كښې د اسلامی نړۍ او چين د حاكميت د دوران د څېړنې په هدف سره جوړیږی.
په دغه كانفرنس كښې به د اسلامی ملګرتيا د تنظيم له غړيو هېوادونو او د نورو هېوادونو له پوهنتونونو څخه د اسلامی تمدن او چينی تمدن د ډګرونو متخصصان ګډون ولری او په وروستيو لسيزو كښې د تمدنونو د تاريخ، د كلتور د تاريخ او د سائېنس او ټېكنالوجۍ او همدارنګ د اسلامی همكارۍ په غړيو هېوادنو او چين كښې د تاريخ او تمدن په زمينه كښې د څېړنې او تحقيق د ډګر مهم پرمختګونه وڅېړی.
د چين او اسلامی نړۍ ترمېنځ تاريخی بهيرونه، نړيوال ارتباطات، له اومې نه تر لسمې هجری پېړۍ پورې موده كښې د چين او اسلامی نړۍ ترمېنځ ارتباطات، د چين او اسلامی نړۍ اږدمهاله ژوند كونه، او د اروپا د ودې او ترقۍ په دوران كښې د اسلامی نړۍ او چين حالت له هغوی موضوعاتو څخه دی چې په دغه كانفرنس كښې به وڅېړلې شی.
په دغه غونډه كښې به دغه شان د اسلامی هېوادونو او چين ترمېنځ كلتوری تعاملات، په دغو هېوادونو كښې فلسفه، سائېنس ژبه او ادبيات اوله اوسنی چين سره د اسلامی نړۍ روابط، له چين سره د اسلامی ملګرتيا د تنظيم د غړيو هېوادونو تعلقات، په چين اسلامی مطالعات او په اسلامی هېوادونو كښې د چين مطالعات په وڅېړلې شی.
977484
captcha