IQNA

د قران شريف نسخې او د اسلام پېژندنې كتابونه زېمبابوې ته ډالۍ كړې شول

22:50 - April 04, 2012
د خبر لمبر: 2298178
د كلتور او هنر ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری رايزنۍ مركز د قران شريف شل نسخې، او د اسلام پېژندنې او ايران پېژندنې په په زمينه كښې څو ټوكه كتابونه د زېمبابوې د بولوايو ښار عمومی كتابتون ته ډالۍ كړل.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) داسلامی ارتباطاتو او كلتور د تنظيم د څانګې د رپوټ له مخې ډالۍ كړې شوې ټولې قرانی نسخې د ايران چاپ وې چې د زېمبابوې د بولوايو ښار د كتاب په نندارتون كښې چې د ايران رايزنۍ پكښې هم ګډون لرۀ د دغه ښار لوے جومات ته ډالۍ شوې.
همدارنګ د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری رايزنۍ لخوا د اسلام پېژندنې او ايران پېژندنې په موضوعاتو سره مختلفو كتابونه او دغه شان د امام خمينی (رح) څو ټوكه تاليفات د زېمبابوې د عمومی كتابتونونو د تقويت او سنبالښت په لړ كښې د بولوايو ښار د ښاروالۍ كتابتونه ته ډالۍ كړې شول.
د ايران د اسلامی جمهوريت كلتوری نمائندګۍ له دغو اقداماتو څخه هدف د اهلبېتو عليهم السلام د مكتب په خلاف د سلفی او وهابی ډلو د كلتوری او اعتقادی يرغلونو د شنډول وبالۀ
977515
captcha