د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په عربو هيوادونو كې د اسلامی ویښتيا څپه له تيونسه پيل شوه كه څه هم په دې هيواد كې د فرانسوی ژبې خلكو شمير د عربی ژبې كسانو څخه زيات دی خو د هيواد عربو كسانو د انصاف او عدالت لپاره غږ پورته كړ او په ډيره لګه موده كې یې دا غورځنګ كامياب شو او ولسمشر یې وتښتيدل.
د ويلو ده چې د اسراييل حكومت لپاره تيونس په دې خاطر اهميت لری چې د مصر نه پس په اسلامی هيوادونو كې تيونس د اسرييلو د تجارت لوی او غټ شريك ؤ. او دغه تجارت په ښكاره توګه او هم په پټه روان ؤ ان تر دې چې بن علی حكومت نسكوره شو او نوی حكومت په دې هيواد كې د اصلاحاتو غوښتنه كړی وه.
977053