IQNA

په امريكا كې يو ميليون غير مسلمانو ښځو د حجاب اغوستلو پريكړه وكړه

17:38 - April 05, 2012
د خبر لمبر: 2298377
نړيواله ډله: د امريكا يو ميليون غير مسلمانو ښځو له عراقۍ مهاجرې شيما العوادی څخه د ملاتړ په موخه چې په ډير وحشيانه او بوږنوونكی ډول په خپل كور كې د حجاب اغوستلو په جرم وژل شوې وه د حجاب اغوستلو پريكړه وكړه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «Huffington Post»، ورځ پاڼې یې نقلوی چې يواځې د دوشنبې په ورځ د امريكا تر لس زره ډيرو غير مسلمان ميرمنو د فيس بوك په هغه مخ كې چې له شيما العوادی څخه د ملاتړ په موخه د يو ميليون حجابونو په نوم جوړه شوې خپل با حجابه انځورونه شريك كړل.
شيما العوادی چې د ۵ ماشومانو مور وه په وينو لړلئ جسد ېې چې د وهلو او شكنجه كولو نښې هم پرې ښكاريدې د مارچ په ۲۱ مه په داسې حال كې د هغې په خپل كور كې وموندل شو چې له څنګ سره ېې په يوه ليك ليكل شوی ؤ تاسو ترهګر خپل هيواد ته ستانه شئ.
978592
captcha