IQNA

صهيونېسټانو يو ځل بيا د قران شريف سپكاوے وكړ

23:04 - April 05, 2012
د خبر لمبر: 2298437
نړيواله ډله:د صهيونېسټو اورپكو يهوديانو يوې ډلې په يو دينی ضد حركت كښې په اېنټرنټی سایټ كښې په قران شريف باندې له سپكاوی نه د ډكو عبارتونو په ليكلو سره د مسلمانانو د مقدس كتاب موجوديت تر پوښتنې لاندې راوست.
د اطلاع رسونې د سایټ arabianbusiness په نقل سره دايرن د قران د خبری اېجنسۍ د رپوټ له مخې د يهود كیڼ لاسی او اورپكو فعالانو د اسرائيلی مسئولانو په شخصی وېبلاګونو كښې په ګستاخانه توګه د قران شريف موجوديت تر پوښتنې لاندې راوست او دعوا یې وكړه: ((قران كريم په يويشتمه پېړۍ كښې په جرمنی كښې د نازيانو د مشر آډلف هېټلر اثر مِين كېمف يا زما جنګ د كتاب په شان دے))
د اورپكو يهوديانو دغې ډلې د مسلمانانو د مقدس كتاب په باره كښې خپل له سپكاوی نه ډكې څرګندونې د اسرائيلو د مسئولانو منجمله د اسرائيلو د بهرنيو چارو د وزير آوېګډور لېبر مېن، د اسرائيلو د پارلېمان ښځنۍ نمائندې آناستاسيا ميخائيلی ، يعقوب كاټس او د پارليمان د نورو غړيو په شخصی وېبلاګونو او په اسرائيل كښې دننه او بهر په سلګونو اېنټرنټی پاڼو كښې خپرې كړې.
978490
captcha