IQNA

23:03 - April 05, 2012
د خبر لمبر: 2298438

د صهيونېسټانود جنګی جرائمو د تحقيقاتو له ترسره كولو سره د نړيوال كېفری عدالت مخالفت

نړيواله ډله: نړيوال كېفری عدالت پرون د اوری دمياشتې په پنځلسمه نېټه په غزې باندې د صهيونېسټ رژيم د دويشت ورځنۍ حملې په دوران كښې د دغه رژيم د جنګی جرائمو په زمينه كښې د تحقيق په حقله د فلسطينيانو له غوښتنې سره مخالفت وكړ.

د «LA Times» ورځپاڼې په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې نړيوال كېفری عدالت د دغې غوښتنې په ردولو سره اعلان وكړ چې په دغه درخواست باندې غور كول د دغه عدالت له اختياراتو نه بهر دی، ځكه چې د فلسطين هېواد د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ لخوا په رسميت نۀ دے پېژندل شوے.
د نړيوال كېفری عدالت لوے څارنوال لويس مورنو اوكامپو اعلان وكړ چې په اوس حال كښې فلسطين په ملګرو ملتو كښې د يو څارونكی هېواد په توګه شتون لری او د داسې هېوادونو په چارو باندې غور كول د دغه تنظيم د اختياراتو په حدود كښې دی. كه فلسطين وكړې شی په دغه تنظيم خپل مقام ته وده وركړی نو په نړيوال كېفری عدالت كښې به په دغه دوسيه باندې غور كول امكان ولری.
د صهيونېسټ رژيم د جنګی جرائمو په اړه د تحقيق له ترسره كولو سره د نړيوال كېفری عدالت مخالفت د فلسطين نااميدی په ځان پسې ولرله. دفلسطين كورواكو تشكيلاتو په ٢٠٠٩ كال كښې د يو درخواست په وړاندې كولو سره له نړيوال كېفری عدالت څخه غوښتلی وو چې د له ٢٠٠٢ كال څه د فلسطينيانو په خلاف د اسرائيلو جرائم دې وڅېړی.
له بلې خوا د عفوې نړيوال تنظيم د نړيوال كېفری عدالت په دې فېصلې باندې په نيوكې سره وويل چې دا فېصله د فلسطينيانو پ وړاندې د عدل او انصاف د تحق خنډ كیږی.
978574
captcha