IQNA

په اردن كې "په اسلامی تفكر كې هنر نومې نړيوال كانفرنس تر سره كیږی

22:59 - April 07, 2012
د خبر لمبر: 2299583
نړيواله ډله: د اپريل په پينځه ويشتمې نیټی د اردن په پلازمينې امان كې د "په اسلامی تفكر كې هنر نومې نړيوال كانفرنس تر سره كیږی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز culture.gov.jo یې نقلوی چې دا كانفرنس به دوه ورځ تر سره كیږی چې پكښې د نړۍ د مختلفو هيوادونو استازې ګډون كوی.
د اردن د كلتور وزير "صلاح جرار" په ارد ن كې د اسلامی فكر نړيوال مركز سيمه ايزې څانګې مشر "فتحی الملكاوی" سره په كتنې كې وويل چې دا مركز په ټؤلنې كې د اسلامی عمومی مسايلو جرړې ټينګولو په شان لوړې موخې لری او په دې لړۍ كې یې د هنر نندارتون د تر سره كولو دنده په غاړه كړې ده د دې مركز په نورو فعاليتونو كې د پوهنتونونو او په تحقيقاتو مركزونو كې فعال محقيقينو د ملاتړ كول هم دی
د كلتور وزير د كتنې په پای كې د خپل وزارت لخوا د دې كانفرنس په بشپړه توګه د حمايت اعلان وكړ.
977613
captcha