د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې د تيونس قانوندان او تجربه كار مبارز حسن غضبانی په دغه كتنه كښې په هغو كسانو باندې په نيوكې سره چې اسلامی شريعت د بشری دنيوی خواهشاتو، ودرې او ترقۍ د لارې خنډ بولی د قران شريف د مباركو ايتونو او د امام خمېنی (رح) د افكارو په استناد سره څرګنده كړه: تل مې له روشنفكرانو او پوهانو څخه غوښتی دی چې د درې لسيزو د اقتصادی محاصرې او بائيكاټونو باوجود د ايران د اسلامی جمهوريت پرمختګونو ته دې په يوې كتنې سره په خپل نظر كښې بيا كتنه وكړی.
رمضانی ګل افزانی هم په دې كتنه كښې د اسلامی وحدت په ضرورت باندې په تاكيد سره وويل: د اسلامی نړۍ متفكران پكار دی په غور سره د نړۍ د حالاتو په درك كولو سره د دښمنانو د دسيسو مخنيوے وكړی او د هغوی سپېرې نقشې دې شنډې كړی.
979917