IQNA

په يو امريكائی پوهنتون كښې د (شطرنج د قيامت په مشين سره)) تدريس

23:38 - April 08, 2012
د خبر لمبر: 2300426
د ادب ډله: ((شطرنج د قيامت په مشين سره)) نومې د حبيب احمد زاده د ليكل شوے ناول انګريزی ترجمه د مريلېنډ په پوهنتون كښې د مېنځنی ختیځ د موډرن ادبياتو د څانګې د يوې درسی سرچينې په توګه غوره شو.
د سوره مهر خبری سایټ په نقل د ايران دقرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې مترجم او د پوهنتو استاذ پال اسپراكمن چې (( شطرنج د قيامت په مشين سره)) كتاب یې ترجمه او په امريكا كښې خپور كړ ے دے وويل: اوس په دې وروستيو كښې مرېلېنډ پوهنتون د راټګرز پوهنتون نه علاوه دغه ناول د مېنځنی ختیځ د موډرن ادبيات په څانګه كښې د درسی سرچينې برخه غوره كړې ده چې په دغه اثر باندې یې نقد او تحقيق وشی.
هغۀ وويل: د دغه پوهنتون د مسئولانو په وړانديز سره د نقد او څېړنې په دوو غونډو كې مې ګډون وكړ او د دغه ناور په باره كښې مې د استاذانو او محصيلينو پوښتنو ته ځوابونه وركړل.
له دې مخكښې د نيوجرسی صوبې راټګرز پوهنتون دغه كتاب د خپل كلنی درس په طرح كښې د منېځنی ختیځ د سيمې د موډرن ادبياتو د څېړنې په توګه غوره كړے ؤ او په اوس حال كښې دغه اثر په دغه پوهنتون كښې هم تدريس كیږی.
احمد زاده په دغه ناول كښې د عراقی ځواكونو په لاسو د خرمشهر د محاصرې د زړۀ دردوونكو ورځو څخه درې ورځی د يو داستان په ژبه بيان كړی دی.د دغه ناول د قيصې اصلی شخصيت يو ځوان بسيجی جنګيالے دے چې د سامبلين فرانسوی رېډار د ځاے پر ځاے كولو د مقام د موندلو لپاره په يو لړ محرمانه عملياتو كښې د خپل جنګيالی ملګری پرويز په ذريعې سره له يو لړ شخصيتونو سره جنګیږی.
979988
captcha